ایکنانیوز د الکفیل له قوله راپور راکړی، د کربلا مقدس ښار د صفرې د میاشتې د وروستي جمعې د شپې د لمانځنې لپاره د زائرینو د پراخې ګڼې ګوڼې شاهد و، چې د حضرت امام حسین (ع) او د هغه د ورور حضرت ابوالفضل العباس (ع) حرمینو ته ورغلي وو. د صفرې په میاشت کې، د کربلا مقدس ښار د عراق دننه او بهر څخه د میلیونونو زائرینو کوربه دی چې د حرمین شریفین د زیارت لپاره دې ښار ته ورغلي دي.
د جمعې په ورځ د «اللّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ آلِ مُحَمَّدٍ و عَجّل فَرَجَهم د ذکر په ارزښت خورا زیات ټینګار شوی دی، تر دې حده چې حضرت امام صادق (ع) فرمایلي دي چې د صلوات ذکر دومره ارزښتمن دی چې معصومین علیهم السلام هره ورځ پر حضرت محمد (ص) او د هغه پر پاکې کورنۍ ۱۰۰۰ ځله صلوات لیږلو، خو د جمعې په ورځو کې دا شمېر ۱۰۰۰۰ ته رسولی څو پراخ ثواب ترلاسه کړي. د شیعیانو او هغو کسانو لپاره چې په ورځني ژوند کې ډېرې اندېښنې لري، هره ورځ ۱۰۰ ځله او د جمعې په ورځ ۱۰۰۰ ځله صلوات لیږل کیدالی شي.
«خیرات ورکول»، د «اللّهُ اَکْبَر» او «لا إلهَ إلا اللّه» ذکرونه هم هغه اعمال دي چې د صفرې د میاشتې په وروستي جمعې ورځې ور باندې ټینګار شوی دی. همدارنګه، د دوو رکعتونو لمونځ ادا کول چې په هر رکعت کې ئې لومړی سورة حمد او بیا سورة انعام قرائت کیږي، پراخ ثواب لري. د صفرې د میاشتې په دغو وروستیو شپو ورځو کې روژه نیول هم ډېر ارزښتمن دي.
په دوام کې، د کربلا په وروستي جمعې شپې د زائرینو د ځوږ او ولولې انځورونه ایکنانیوز ستاسو خدمت ته هم وړاندې کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4301133